یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد چین له مرکزي آسیا هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا یو...

د چین له مرکزي آسیا هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا یو تړون لاسلیک کړ

ویب ډیسک

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د سې شنبې په ورځ له مرکزي آسیا هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا یو تړون لاسلیک کړ، ځکه چین غواړي له دې سیمې سره چې له طبیعي زیرمو بډایه ده، د سوداګرۍ، انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخو کې همکاري نوره هم زیاته کړي.

 

له هغه وروسته چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، بیجینګ هڅه کړې له مرکزي آسیا سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي، کومه سیمه چې پخوا د روسیې تر نفوذ لاندې ګڼل کېده. چین دې هېوادونو ته د هغوی ستراتیژیک موقعیت او انرژۍ له امله لېوالتیا لري.

 

د سې شنبې په ورځ، د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د یوې سیمه‌ییزې سرمشریزې پر مهال، شي د “دائمي ښې ګاونډیتوب او دوستانه همکاریو” یو تړون له قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له مشرانو سره لاسلیک کړ، د چین رسمي شین‌هوا خبري آژانس راپور ورکړی.

 

دا سرمشریزه چې سږکال ترسره شوه، دوهمه غونډه ده؛ لومړۍ غونډه په ۲۰۲۳ کال کې د چین په شمال لویدیځ کې له شاندارو مراسمو سره جوړه شوې وه. دواړه سرمشریزې د G7 مشرانو د غونډو سره هممهاله ترسره شوي.

 

شي په غونډه کې وویل: “په اوس وخت کې نړۍ د پېړیو راهیسې د نه لیدل شویو بدلونونو له پړاو سره مخ ده، او یو نوي بې‌ثباتۍ او بدلون ته داخلېږي.”

هغه زیاته کړه: “سوداګریزه جګړه او تعرفو جګړه هېڅ ګټونکی نه لري، او یو اړخیزتوب، محافظت‌پالنه، او برلاسي غوښتنه هم ځان ته او هم نورو ته زیان رسوي”، چې دا څرګندونې د امریکا پر لور نېغ په نېغ اشاره وه.

 

شین‌هوا راپور ورکړی چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د چین او پنځو مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګرۍ ۲۸۶.۴۲ میلیارد یوان ته رسېدلې چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰.۴٪ زیاتوالی ښيي.

 

ترکمنستان، چې د چین لپاره د طبیعي ګاز مهم صادرونکی هېواد دی، یوازینی هېواد دی چې له چین سره یې سوداګریز توازن مثبت دی. په داسې حال کې چې قزاقستان او قرغیزستان له چین سره لسګونو میلیاردونو ته رسېدونکی سوداګریز کسر لري.

 

د انرژۍ او کانونو همکارۍ

 

شي جلا جلا دوه اړخیزو لیدنو کې له سیمه‌ییزو مشرانو سره د طبیعي ګاز، کانونو، نړیوال ریل‌پټلۍ، او قانون پلي کولو په برخو کې د همکارۍ پراخولو غوښتنه وکړه، د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي معلومات ښيي.

 

هغه د ازبکستان او قرغیزستان له ولسمشرانو سره په لیدنو کې د “چین-قرغیزستان-ازبکستان” ریل‌پټلۍ د پروژې د پرمختګ غوښتنه وکړه. دا پروژه له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې بحث لاندې ده، خو د روسیې پر ضد بندیزونو وروسته، چې د چین او اروپا ترمنځ توکي لېږدونکي د روسیې له لارې د توکو استولو مخه نیسي، دا پروژه لا مهمه شوې ده.

 

دغه پینځه پخواني شوروي هېوادونه چین ته دا بدیل لارې برابروي چې د سوځېدونکو موادو او خوړو د نړیوالو اختلالونو پر مهال خپل امنیت وساتي.

 

په اوږد مهال کې، د مرکزي آسیا دا لاره کولای شي د چین او اروپا ترمنځ د مالونو د لېږد وختونه هم راکم کړي.

 

په یوې جلا لیدنه کې له ترکمن ولسمشر سردار بردي‌محمدوف سره، شي وویل: “دواړه خواوې باید د طبیعي ګاز همکارۍ پراخې کړي، د غیر منابع‌محوره برخو کې د همکارۍ څېړنه وکړي، او د سوداګرۍ جوړښت ښه کړي.”

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه