ويب ډيسک
د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران انقلاب اسلامی – I.R.G.C.) ویلي، ایران د امریکا متحده ایالاتو ته، چې د اسرائیلو ملاتړ کوي، د پرمختللي میزایل په واسطه د اسرائیلو پر هدفونو د برید له لارې پیغام ورکړی دی.
سپاه پاسداران د چهارشنبې سهار په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د ایران له خوا پر اسرائیلو د جزا ورکولو د یولسم پړاو برید کې د فتاح نومي لومړۍ نسل میزایلونه کارول شوي، چې بیا بیا یې د اسرائیلو هوایي دفاعي سیستمونه مات کړي او د ایران ځواک یې “د تلابیب جګړهپاله ملاتړي ته چې خیالونه لري، پیغام ورکړی دی.”
سپاه زیاته کړې: “د نن شپې میزایلي برید وښوده چې موږ د اشغال شویو سیمو پر فضا بشپړ کنټرول ترلاسه کړی، او هلته مېشت خلک د ایران د میزایلي بریدونو پر وړاندې بېوسه شوي دي.”
له دې څو ساعته مخکې، ایران پر اسرائیلي هدفونو بریدونه پیل کړل. له اشغال شویو سیمو څخه اخیستل شوي ویډیوګانې ښيي چې د ایران میزایلونه پر ځمکنيو هدفونو لګیږي، او د اسرائیلو “آیرن دوم” دفاعي سیستم د دویمې شپې لپاره سم کار نه کوي او دفاعي توغندي یې پر تلابیب لګیږي، چې اور بل شوی.
د بریدونو وروسته، د موبایلونو په کمره اخیستل شوي ویډیوګانې خپرې شوې، چې پکې اسرائیلي وګړي د ویجاړ شویو ودانیو ترمنځ په ویره او حیرانتیا کې ښودل شوي دي.
د اسرائیلو رژیم د جون په ۱۳مه شپه د ایران پر خاوره بېپروایانه برید وکړ، چې پکې استوګنیزې ودانۍ هم په نښه شوې. د ایران لوړ پوړي نظامي چارواکي د هدفمند بریدونو په ترڅ کې ووژل شول، او ولسي وګړي هغه مهال مړه شول، کله چې کورونه یې مستقیم ولګېدل. ټولې مېشتځایونه تر اغېز لاندې راغلل.
د اسلامي انقلاب مشر، آیت الله سید علي خامنهاي، د همدې ورځې ناوخته نوي نظامي مشران وټاکل او ویې ویل چې د اسرائیلو لپاره به ژوند تیاره شي. ورپسې، د ایران وسلهوالو ځواکونو ژمنه وکړه چې د اسرائیلو لپاره به د دوزخ دروازې خلاصې کړي او د جزا ورکولو بریدونه یې پیل کړل، چې پکې پر تلابیب، بیتالمقدس، حیفا او نورو اشغال شویو سیمو د بالستیک میزایلونو او ډرونونو بریدونه وشول.
په اشغال شویو سیمو کې ژوند فلج شوی، او اسرائیلي وګړي ټوله ورځ د بمپناهونو (شیلټرونو) کې تېروي.
د ایران چارواکو ویلي، چې دا ماموریت به تر هغه ادامه ولري، څو چې اړتیا وي.


