ویب ډیسک
د پاکستان د مالي کال 2025-26 لپاره 17573 میلیاردو کالدارو بودیجه د ماليې وزیر محمد اورنګزیب لخوا وړاندې شوه. د بودیجې مهم ټکي په لاندې ډول دي:
د فدرالي کارکوونکو تنخواوې 10٪ او تقاعدونه 7٪ زیات شوي.
د بودیجې خساره 6501 میلیارده روپۍ اټکل شوې.
د ټیکس عواید هدف 14131 میلیارده روپۍ ټاکل شوی.
د دفاع لپاره 2550 میلیارده روپۍ ځانګړې شوي.
پرمختیایي بودیجه 1000 میلیارده روپۍ ده.
د حکومت لخوا د ټيټې عاید لرونکو تنخواو لپاره د ټیکس کچه تر ډېره دددراکمه شوې؛ د 6 تر 12 لکه کلني عاید لرونکو لپاره ټیکس له 5٪ نه 1٪ ته راکم شوی. د پینشنرانو او معذور کارکوونکو مرستې هم زیاتې شوي دي.
د باب۵۵ له مخې، پر سولر پینلونو 18٪ ټيکس لګول شوی. د فاټا پخوانیو سیمو لپاره د ټیکس معافیت پای ته رسېدلی او پر هغو به 10٪ سیلز ټیکس ولګیږي.
وزیر مالیه وویل چې پاکستان د اقتصادي ثبات پر لور روان دی؛ انفلاسیون کم شوی، کرنټ اکاؤنټ سرپلس ته رسیدلی، او د ترسیلاتو کچه لوړه شوې. نړیوال مالي بنسټونه لکه فچ، موډیز، او اسیايي پرمختیایي بانک د پاکستان د اقتصادي راتلونکي لپاره مثبته ارزونه کړې.
په بودیجه کې د مالیې ادارې (FBR) اصلاحاتو ته جدي پاملرنه شوې، چې پکې ډیجیټل ټکنالوجۍ، اسنادو کې شفافیت، او افسرانو لپاره نوي معیارونه شامل دي. حکومت وايي چې دا به د مالیاتي نظام پیاوړتیا، د عوایدو زیاتوالی، او اقتصادي ثبات ته لاره هواره کړي.
#مالي_کال #معاشونه #مالیه #اصلاحات #پرمختیا #ټيکنالوژي #اقتصاد


