سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسيه وايي،افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی...

روسيه وايي،افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.

ویب ډیسک

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف وايي، چې د اوکراین د جګړې او د ایران موضوع په څېر مسلو په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت ګړندی کړی دی.

 

نوموړي دغه څرګندونې په مسکو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد څانګو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې کړې دي.

 

نوموړي دارنګه په منځني ختیځ، افریقا، د افغانستان-پاکستان سیمې او مرکزي اسیا کې د بې ثباتۍ له امله د رامنځته شویو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغو ګواښونو د خپرېدو لوی لامل یې د لوېدیځ سیاستونه وبلل.

 

هغه زیاته کړې، په سوریه کې سیاسي بدلونونه، په غزه کې شخړه، پر ایران دوامداره فشار او په لیبیا کې د وضعیت خرابېدل په ټوله نړۍ کې د اسلامي افراطیت خپرېدو سره مرسته کوي او په دغه شرایطو کې په افغانستان کې د داعش او د هغې د څانګو فعالیت زیات شوی دی.

 

دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې همدا وړمه ورځ طالبانو په کابل کې د داعش ډلې پر وړاندې له یو لړ عملیتو خبر ورکړ.

 

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار، وار ویلي، چې داعش-خراسان په افغانستان کې فعال او منظم حضور نه‌لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه