سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسماعيل بقايي: ایران له جنګ څخه نه ویرېږي، د سولې په نوم...

اسماعيل بقايي: ایران له جنګ څخه نه ویرېږي، د سولې په نوم جنګ څخه ویریږی

اسماعيل بقايي: ایران له جنګ څخه نه ویرېږي، د سولې په نوم جنګ څخه ویریږی

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي د شعر په بڼه یو بیان د ټولنيز رسنيو په اېکس پاڼه خپور کړي، نوموړي امریکا ته په اشاره د سعدي شیرازي شعر لیکلی:

ډېر داسې څوک شته چې د ورځې د سولې آيتونه لولي

خو چې شپه شي، پر ويدو لښکرو يرغل ور وړي.

 

نوموړي دغه شعر د سعدي شيرازي د ياد ورځې په وياړ لیکلی، اسماعيل بقايي وايي سعدي د ايران‌ د تمدن، ادب او کلتور يوه له ځلانده څېرو څخه دی، هماغه دی چې په خپل لرليد او دوراندېش منطق يې ويلي؛ د بقايي له لوري نشر شوي شعرونه پښتو ژباړه:

د جنګ له بداندېشه مه وېرېږه

د سولې په اوازه کې ترې ډېر وېرېږه

ډېر داسې څوک شته چې د ورځې د سولې آيتونه لولي

خو چې شپه شي، پر ويدو لښکرو يرغل ور وړي

پټه جګړه دې بايد جوړه کړې وي

چې دښمن ناڅاپه درنه تاخت نه راوړي

احتياط د کارپوهانو او هوښيارانو کار دی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه