ویب ډیسک
وروسته له هغې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او هغه مېرمن بریژیت مکرون ویتنام ته ورسېدل، د مېرمنې له خوا یې ظاهراً په څپېړه ووهل شو.
مکرون له رسینو سره دا چاره عادي ګڼله او ویې ویل: «ما مې له مېرمنې سره بدمعاشي…یا که ووایم ټوکې کولې. دا هېڅ خبره نه ده.»
که څه هم مکرون دا عادي چاره بللې خو له دې شېبې وروسته چې له الوتکې ښکته کېږي، هڅه کوي خپلې مېرمنې ته لاس ورکړي خو هغه یې تر پایه لاس نه نیسي او دی خپل لاس ورو – ورو راټولوي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون رسنیو سره خبرو کې وویل چې دا په تېرو اونیو کې دویم ځل دی چې د ده ویډیوګانو محتوا ناسمه انګېرل کېږي.
هغه هغې ویډیو ته هم اشاره وکړه چې له اوکراین ته د برتانیا له لومړي وزیر سره په یوه اورګاډي کې سفر کاوه او له خپل مېز له مخې یې یو سپین کاغذ لرې. مکرون وايي، ځینو کسانو فکر وکړ چې دا کیمیاوي مواد یا کوکاین دي، خو وايي هغه یوازې یو دستمال و.
د ولسمشر دفتر یوه چارواکي هم دغه چاره عادي بللې او ویلي دي: “دا یوه شېبه وه چې ولسمشر او د هغه مېرمن د سفر له پیل مخکې وروستی ځل یو له بله سره خوشاله وخت تېراوه.” “دا د نږدې والي لحظه وه.”
هېوادونو ته ولسمشرانو د سفر پر مهال او په ځانګړو مراسمو کې د ګډون پر مهال ورته صحنې ډېری وخت ثبتېږي، چې د رسنیو د بحث سر ټکي ګرځي.
# @Emmanuel_Macron


