دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيداسې سندونه چې د افغانستان د نامه په اړه د غلام محمد...

داسې سندونه چې د افغانستان د نامه په اړه د غلام محمد غبار، صديق فرهنګ او خالق لعلزاد نظر ردوي.

ليکوال: پوهاند اعظم سیستانی

ژباړن: عبد الهادي مجروح 

غلام محمد غبار په خپل کتاب کي وايي چي: «در هين قرن نوزدهم که در نامه جوابيه لارډ اکلينډ وايسرای هندوستان، مورخ ۱۶- اگست ۱۸۳۸ به عنوان شاه شجاع الملک بادشاه فراري و غير قانوني افغانستان برای بار اول (افغانستان) در عوض اسم (خراسان) ذکر گردید. (غبار، ص ۳۰۹)

ژباړه: په نولسمه پېړۍ کي د هند د وايسرای لارډ اکلينډ په ځوابي ليک چي د ۱۸۳۸ د اګست پر ۱۶ نېټه ليکل سوی دی، په لومړي ځل پکښې د «خراسان» پر ځای د افغانستان نوم ياد سوی دی.

فرهنګ په خپل کتاب کي وايي چي: « کشوری که از سده نوزدهم به بعد بنام افغانستان شناخته شد… در دوره اسلامي تا اواسط قرن نوزدهم افغانستان بيشتر بنام (خراسان) یاد ميشد. (افغانستان در پنج قرن اخر، جلد۱, ص۳۱)

ژباړه: هغه هيواد چي له نولسمي پېړۍ وروسته د افغانستان په نامه پېژندل کيږي… د اسلامي پېر له لومړيو څخه د نولسمي پېړۍ تر نيمايي پوري د «خراسان» په نامه يادېدی.

خالق لعلزاد ليکلي دي: «شگفت آور است که یک تعداد تاريخ نگاران درباری و تاریخسازان سرکاری مبدأ ايجاد افغانستان کنونی را سال ۱۷۴۷ يعنی بقدرت رسیدن احمد خان رئيس قبيله ابدالی در کندهار ميدانند، در حالیکه در واقیعت امر تا زمان عبدالرحمن دولتی و يا کشوری با نام افغانستان نه تنها در تاریخ بلکه در جغرافيه نيز وجود ندارد. (سياست آريایی، مقاله خالق لعلزاد، آرشیف مسایل سياسي)

ژباړه: د هېښتيا ځای دی چي يوه ډله درباري او سرکاري تاريخ جوړونکي د اوسني افغانستان بنسټ له ۱۷۴۷ م څخه يعني د احمد شاه ابدالي له واکمن کېدو څخه ګڼي، په داسي حال کي چي د عبدالرحمن خان تر واکمنۍ پوري نه په تاريخ او نه په جغرافيه کي د افغانستان په نوم هيواد وو.

د دې درو تنو نامتو انټي پښتون ليکوالانو د نظرياتو د رد د پاره دوه پياوړي تاريخي سندونه وړاندي کوم:

لومړی: د لوستونکو پام لاندي جغرافيايي نقشې ته را اړوم چي د جنوبي اسيا نقشه ده او انګليسانو په ۱۷۸۹ کي رسم کړې ده.

د دې نقشې پر بنسټ په ۱۷۸۹ کي انګرېزانو لا پر ټول هند ولکه نه وه موندلې، يوازي بنګال، د حيدراباد او کراچۍ ځيني برخي يې په واک کي وې، خو بيا هم د هند په شمال لوېديځ کي د دراني امپراتورۍ په توګه د يوه بشپړه او خپلواک افغانستان نقشه ليدل کيږي، دا نقشه يو بل سند دی چي دا په ګوته کوي چي زموږ هيواد د تېمور شاه دراني د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په نامه نړيوال شهرت او نوم درلود، نه د خراسان په نامه.

دويم: د لوستونکو پام د جارج پوسټر سفر نامې ته را اړوم، جارج پوسټر په ۱۷۸۲ کي له بنګال څخه انګلستان د تګ په تکل و وت، د کشمير له لاري افغانستان ته راغلی، د کابل، کندهار او هرات له لاري ايران ته ولاړ، وروسته يې د روسيې له لاري ځان انګليستان ته و رساوه؛ په ۱۷۸۳ م کي يې خپله سفرنامه و ليکل او په ۱۷۹۸ م کي يې په لندن کي چاپ کړل، چي بيا يوه افغان پوه رحمت آريا ژباړلی دی.

د جارج پوسټر په سفر نامه کي روښانه سوې ده چي زموږ هيواد د تيمور شاه دراني د واکمنۍ پر مهال افغانستان نومېدی او تېمور شاه دراني طبعا خپل هيواد په هغه نامه ياداوه چي د پلار د واکمنۍ پر مهال يادېدی.

د خراسان د نامه په دې درو تنو مينوالو کي دوه تنه مړه سوي دي، خو خالق لعلزاد لا ژوندی دی، خو څرنګه چي يې د غبار د ليکنو په ګډون د افغان تاريخ پوهانو ليکني درباري او سرکاري ګڼلي دي، خو په خپله يې ۱۰ کاله هڅه او پلټني کړي دي چي د افغانستان او افغان په اړه يو کوټلی کتاب و ليکي او پکښې ثابته کړي چي د امير عبدالرحمن خان تر واکمنۍ وړاندي زموږ هيواد خراسان وو، نه افغانستان او نه د احمدشاه ابدالي د واکمنۍ پر مهال دا نوم وو.

داسي ښکاري چي د دې سندو په ليدلو سره د ښاغلي ډاکتر لعلزاد بدخشي هڅي په صفر کي ضرب سوي دي.

ډاکټر نور احمد خالدي په دې اړه دوې انتقادي او مدللي ليکني کړي دي چي يو څو برخي به يې و وايو:

ډاکټر نوراحمد خالدي د «رد جعليات خالق لعلزاد» تر سر ليک لاندي د لعلزاد د ملي ضد دريځ لاملو په اړه ليکل کړي دي.

ښاغلی خالدي وايي چي: د «تراژيدي روشنفکر تاجيک» په نامه مي د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۱۳ نېټه ليکل پيل کړل، په لومړۍ برخه کي يې ويل سوي دي چي ډاکټر لعلزاد په افغان روښنفکره ټولنه، په ځانګړې توګه په پښتنو کي يوه افغان ضد، افغانستان ضد او پښتون ضد څېره پېژندل سوې ده، د ډاکټر لعلزاد د بګتيو پېرودونکي يوه ډله تاجيک روښنفکره ځوانان دي چي د ایران د پارسيزم او په افغانستان کي د ستم ملي د ايډيالوژي په دام کي لوېدلي دي، ډاکټر لعلزاد او د هغه ملګري د پښتنو د فرهنګ پر بدلولو او د افغانستان له وياړونو ډک تاريخ په ايراني راوياتو کو پر ښودلو شخوند وهي.

نېشنليسټ او ايراني غواړي تاريخ پوهان ننی افغانستان د ختيځ ايران يوه برخه ګڼي او دا خپلواک افغانستان په نولسمه پېړۍ کي د انګليسي استعمار د لوبي يوه کړۍ ګڼي او په دې اند دي چي په ۱۸۵۷ م کي په پاريس کي د قاجاري دولت او انګليستان تر منځ د يوه تړون په پايله کي له ايران څخه بېل سو، خو انګليستان په دې تړون کي د فارس له دولت څخه ژمنه واخيستل چي له افغانستان سره به د هر ډول مځکنۍ دعوې څخه لاس اخلي او د افغانستان ازادي به په رسميت پېژني، دا هغه خبري دي چي لعلزاد د خپل کتاب په سريزه کي پرې ټينګار کړی دی او په ټوله کي يې په کتاب کي څلور پايلي ترې راوړي دي.

په دې کار کي لعلزاد بدخشي هڅه کړې ده چي په پخواني شوروي اتحاد کي د ډبرو سکرو د يو ټکنېشن کتاب چي ځان د تاريخ پروفيسور ګڼي، اکاډميک و ښيي، له شک پرته په دې کرغېړن کار کي نامتو افغان او افغانستان ضد څېرې لکه عزيز ارينفر، مهندس جمال، ډاکټر رضايي، ډاکټر اميزاده او ډاکټر مرادي ور سره مله دي.

 

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه