ویب ډیسک
د هندو ورځپاڼې راپور ورکړی چې نوې ډیلي به د افغانستان له سرپرست حکومت سره د “پیاوړو” اړیکو جوړولو په برخه کې “ستر ګام” پورته کړي.
راپور کې د هند له بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي ټیلیفوني اړیکې ته په اشارې د هندي چارواکو په حواله راغلي چې نوې ډیلي دا مهال د اسلامي امارت پر ځینو شرایط غور کوي.
د راپور لمخې، دغه شرایط د امیر خان متقي له لوري د روان زېږیز کال د جنوري په ۸مه متحده عربي اماراتو کې د هند بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرم مسري سره کتنه کې مطرح شوي دي.
هندي چارواکو ویلي، که څه هم دغه هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د کابل – نوې ډیلي اړیکې مهمې ګڼي.


