دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههندي رسنۍ وايي ،چې د افغانستان د وچې مېوې ۱۶۲ موټر له...

هندي رسنۍ وايي ،چې د افغانستان د وچې مېوې ۱۶۲ موټر له واګه بندر تېر شي.

ویب ډیسک

هندي رسنۍ وايي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت موافقه کړې، چې د افغانستان د وچې مېوې ۱۶۲ موټر له واګه بندر تېر شي.

 

هند له دې وړاندې هم د افغانستان ۳۰۰ بار د وچې مېوې موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړې وه.

 

د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه کې د واګه بندر تړل شوی و، چې هند کې یې د افغانستان د وچو مېوو بیې لوړې کړې وې.

 

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې امیرخان متقي د هند له بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره پر سوداګرۍ هم غږېدلی دی.

 

هند له افغانستان وچه مېوه، طبي بوټي او یو شمېر نور محصولات واردوي.

# #Afghanistan #Indai #Transit

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه