دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې روان لمریز کال به سترې پروژې پیل شي.

افغانستان کې روان لمریز کال به سترې پروژې پیل شي.

ویب ډیسک

د ملي پراختیا شرکت رییس تورخم ښارګوټي کې د اداري کمپلیکس د پرانیستې مراسمو پر مهال وايي، روان لمریز کال کې به په هېواد کې سترې پروژې پیل کړي.

 

عبدالرحمان عطاش زیاته کړې چې د تورخم ښارګوټي د اداري کمپلیکس د جوړېدو چارې په ۱۵ ورځو کې بشپړې شوې.

 

د ملي پراختیا شرکت رییس، عبدالرحمان عطاش و ویل: «په پام کې ده چې د ملي پراختیا شرکت سږ کال سترې پروژې پیل کړي او د دغه اداري کمپلیکس پرانیسته د کډوالو لپاره ښه پېلامه ده.»

 

د امارتي شرکتونو ادارې رییس، احمد جان بلال و ویل: «سږ کال به د امارتي شرکتونو له لوري د اسلامي امارت په کچه سترې پروژې پلې شي.»

 

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف او ځینو سیمه ییزو مسوولینو هم د دې کمپلیکس په پرانیستغونډه کې ګډون کړی دی.

 

دین محمد حنیف و ویل: «په پنځلس ورځو کې د دغه ډول ودانۍ جوړول د ملي پراختیا شرکت د وړتیا څرګندونه کوي.»

 

د اسلامي امارت دغه چارواکی له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ایستلو پر لړۍ په نیوکې سره وايي، له کډوالو د سیاسي وسیلي په توګه کار اخیستل کېږي.

 

د اقتصاد وزارت سرپرست په دې اړه زیاته کړه: «ګاونډیو هېوادونو لومړی د کډوالو ښه هرکلی وکړ خو وروسته یې ورو ورو له هغوی د سیاسي وسیلې په توګه کار واخیست، کډوالو موږ ته د خوږې ګوتې حیثیت لري.»

 

دغه غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: «افغان انجینرانو، ملي پراختیا شرکت او په افغانستان کې نور شرکتونه دغه وړتیا لري چې په سختو او کړکېچنو شرایطو کې دغه ډول ودانۍ هېوادوالو ته جوړې کړي.»

 

د امارتي شرکتونو ادارې د مالوماتو پربنسټ، دغه کمپلیکس پر شاوخوا ۳۲۰۰ متره مربع ځمکې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړ شوی دی چې ۶۰ اداري خونې او یو د کنفرانسونو تالار لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه