ویب ډیسک
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مشر او د دغه هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زړه ناروغۍ له امله له زندان بهر او روغتون ته لېږدول شوی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د لاهور په یوه زندان کې نن سهار هغه د زړه سخت دردونه حس کړي، چې له امله یې په بېړني ډول له زندان ایستل شوی او پي آی سي روغتون ته وړل شوی دی.
شاه محمود قریشي د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل د پاکستان بهرنیو چارو وزیر و، خو د عمران خان په پلوۍ لاریونونو کې د پراخ اړ و دوړ او فساد تورونو له امله زنداني شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او بنسټګر عمران خان هم تازه د دغه هېواد له حکومت سره مذاکراتو ته لېوالتیا ښودلې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې عمران خان د شهباز شریف د خبرو اترو وړاندیز منلی خو پخوانی لومړی وزیر به هڅه وکړي، څو د پوځ پراخ ملاتړ هم خپل کړي.
د یادونې وړ ده چې د عمران خان او شاه محمود قریشي په ګډون د PTI تر ۱۵ نور مشران او غړي هم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
# #Pakistan #PTI @ImranKhanPTI


