ویب ډیسک
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پخواني زنداني لومړي وزیر، عمران خان د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف د مذاکراتو وړاندیز منلی دی.
سرچینو زیاته کړې ده چې د تحریک انصاف ګوند یو مشر ګوهر علي خان اډیاله زندان ته د عمران خان د رضایت ترلاسه کولو په موخه ورغلی و، چې د پاکستان له حکومت سره مذاکرات وکړي.
پخواني لومړي وزیر دا وړاندیز منلی او په مذاکراتو کې یې د مملوس پرمختګ لپاره ټینګار کړی، چې له رسنیو دې دا خبرې او مذاکرات پټ وي.
د PTI د سرچینو له قوله ویل شوي، چې عمران خان غواړي د پاکستان حکومت سره په مذاکراتو کې د پرمختګ په موخه د پوځ ملاتړ هم ترلاسه کړي.
هند سره د پاکستان له ناکامې جګړې وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف په ملي اسمبلۍ کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ته د مذاکراتو وړاندیز کړی و.
تازه د عمران خان زامنو سلیمان خان او قاسم خان په یوه مرکه کې له کلونو چوپتیا هم ماته کړې او په زندان کې یې د خپل پلار د سخت وضعیت له امله پر نړیوالې ټولنې د بېړنی اقدام غږ کړی.
د ویلو ده چې تراوسه د پاکستان حکومت او د عمران خان د ګوند ترمنځ د مذاکراتو د پیل نېټې او ملموسو نتایجو په اړه څه نه ویل کېږي.
د پاکستان دغه پخوانی لومړی وزیر په حکومتي فساد، د پوځ ضد څرګندونو او نورو تورونو له امله د پاکستان په اډیاله زندان کې په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.
# #Pakistan @ImranKhanPT#


