دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

ویب ډیسک

د افغانستان د خوست ولایت مقام رسنیز دفتر لیکلي چې، د دغه ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی.

مستغفر ګربز زیاته کړې، دا کان د طبیعي زېرمو له مهمو ډولونو څخه شمېرل کېږي او د لومړي ځل لپاره په دغه سیمه کې تثبیت شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: “کوارس د الماني ژبې له Quaetz کلیمې نه اخیستل شوی چې یو سخت او قوي منرال دی. دا ډبره بېلابېل رنګونه لري او په بازار کې یې خلک د کرسټال، بلور یا یخک په نومونو هم پېژني.”

له کوارس څخه په ښیښه جوړون، تلویزون سکرین، لاسي ساعتونو، ګوتمیو، غاړکیو، تسلکوپ، دوربینونو، هوایي رادارونو، نفتي صنعت، طبابت کې د ذهنیت پر تمرکز، ذهني فشار کمولو، کاري انرژي، معافیوي سیستم پیاوړتیا او روحي سکون لپاره ګټه پورته کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه