دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرا‌نو ترمنځ د همکاریو د...

هند او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرا‌نو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ویب ډیسک

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

جی شنکر د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۲۵مه، په ایکس/ پخواني ټویټر شبکه کې لیکلي چې نن ماښام یې له امیرخان متقي سره “ښې ټیلیفوني خبرې” درلودې.
هغه زیاته کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره د “ناسمو او بې‌اساسه راپورونو” له لارې د وروستیو هڅو په وړاندې د متقي “قاطع دریځ” ته یې هرکلی ویلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز لیکلي، په دې ټیلیفوني مکالمه کې یې د افغان ولس سره د هند دودیزې دوستۍ او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټينګار کړی دی.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوې “وو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې” غږېدلي دي.

له دې وړاندې، د روان لمریز میاشت په جریان کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې عمومي رئیس او ځانګړي استازي، انند پرکاش، کابل ته په سفر کې له امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره دغه ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوې چې هند په پاکستان کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه