ویب ډیسک
هند داسې پلانونه ارزوي چې له مخې یې د چناب له سیند د اوبو ګټه زیاته کړي او پر پاکستان یې کمې کړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چارواکو ته امر کړی، چې د چناب، جهلم او اندوس سیندونو د پروژو پراخوالي پلان پلی او چټک کړي.
د دې پروژو پر بنسټ به د اندوس تړون له مخې پاکستان ته د بهېدونکو اوبو ظرفیت کم او د هند په نویو اوبو بندونو کې به ایسارې شي.
د راپور له مخې، هند غواړي د چناب سیند پر غاړه د رانبیر نومي کانال اوږدوالی دوه چنده کړي چې اوس مهال له دغه کانال شاوخوا ۴۰ متر مکعبه اوبه پر ثانیه اخیستل کېږي، خو د پراخېدو وروسته به دا اندازه ۱۵۰ متر مکعبه شي.
هند دا ګام د پهلګام له پېښې وروسته چې پاکستان سره یې نظامي جګړه هم راغله، اخلي.
که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اندوس اوبو تړون چې د پاکستان ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه خړوب کوي شته دی، خو د هند لومړي وزیر د اوس مهال لپاره ځنډولی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف مرستیال اسحاق ډار له دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې هند باید له پاکستان سره د اوبو وېش تړون پر سر خبرې وکړي، که نه اوربند ماتولی شي.
پاکستان له نړیوال بانک، هاګ محکمې او نورې نړیوالې قانوني مرستو هڅې پیل کړي، څو ورسره هند د اوبو تړون مات نه کړي، خو نریندرا مودي ولس ته په وینا کې وویل چې اوبه او وینه یوځای نه شي بهېدای.
که څه هم د هند د نویو پروژو عملي کول وخت غواړي خو پر پاکستان سر اوسه د ۹۰ سلنه اوبو تړل کېدو له امله کارپوهان باور ښيي، چې که په بشپړ ډول د اندوس تړون مات شي، د سیمې د لویې بې ثباتۍ لامل به شي.
# #India #Pakistan


