دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمان ،د مودي پلار هم د پاکستان اوبه نه شي...

مولانا فضل الرحمان ،د مودي پلار هم د پاکستان اوبه نه شي ګرځولی.

ویب ډیسک

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د اسراییل او هند پر ضد یوه لاریون کې ویلي، چې پاکستان له هند د غزې غچ اخیستی دی.

 

مولانا داسې مهال د هند پر وړاندې د پاکستاني پوځ وړتیا ستایلې چې کارپوهان د هند پر وړاندې د پاکستان جګړه بشپړه ناکامه بولي.

 

فضل الرحمن چې کویټه کې یې خبرې کولې، ویلي چې اسراییل له لومړۍ ورځې د پاکستان دښمن دی او هند اوس د پاکستان پر وړاندې د اسراییلو استازیتوب غوره کړی دی.

 

پاکستان د اسراییل دولت په په رسمیت نه دی پېژندلی او هېڅ ډول رسمي، سیاسي او سوداګریزې اړیکې هم ورسره نه لري.

 

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د هند د هغې پرېکړې غبرګون کې چې لا یې هم پر پاکستان اوبه بندې کړې دي، ویلي چې « د مودي پلار» هم د پاکستان اوبه نه شي ګرځولی.

 

هند د پهلګام پېښې غبرګون کې د اندوس اوبو تړون چې پخوا د جګړو پر مهال هم پر خپل ځای و، تړلی دی.

 

پاکستان دا عمل د جګړې بللی او د لومړي وزیر مرستیال یې خبرداری ورکړی، د دې موضوع ناحل پاتې کېدل اوربند ماتولی شي، خو مودي وايي اوبه او وینې یو ځای نه شي بهېدلای.

# #Pakistan #Indai #Gaza #Israel

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه