ویب ډیسک
د طالبانو حکومت وایي لوړپوړو چارواکو یې د کازان اقتصادي فورم تر چتر لاندې، د افغانستان او روسیې ترمنځ لومړنی سوداگریز فورم نن پرانیست.
په تاتارستان هیواد کې جوړه شوې، دې ناسته کې د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال د یوه پلاوي په ملتیا ګډون کړی دی.
کازان فورم په ۲۰۰۹ز کال کې د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړیکو لپاره د یوه ټغر په توګه پيل شوې چې سږ کال یې ۱۶مه غونډه ترسره کېږي.
ملا برادار د روسیه – افغان سوداګریز فورم په غونډه کې روسیه د افغانستان د صادراتو لپاره ښه بازار بللی او په دې برخه کې د آسانه شرایطو رامنځته کېدو غوښتنه یې کړه.
روسیه د هغو هیوادونو له ډلې ده چې د جمهوري نظام له سقوط وړاندې یې طالبانو سره اړیکې لرلې او د هغوی د مطرح کولو لپاره یې د مسکو په شمول نورې ناستې ترتیب کړې وې.
ملا برادار همدارنګه ویلي چې حکومت یې روسیې او منځني ختیځ سره د سوداګریزې پراختیا په خاطر د سالنګ دویم تونل جوړولو ته هم چمتو دی او په دې برخه کې یې د روسیې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
# #Afghanistan #KazanForum


