دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد افغانستان ثبات: د ځوانانو علمي، ملي او مدني مسؤلیت

د افغانستان ثبات: د ځوانانو علمي، ملي او مدني مسؤلیت

 

لیکنه: مقتصد ستړی

 

په افغانستان کې ثبات د اوږدې جګړې او ناکرارۍ په پایله کې یوه ستونزمنه او حیاتي موخه ده، چې یوازې د افغانانو په کلکه اراده او ژمنتیا ترلاسه کېدای شي. په ځانګړې توګه، افغان ځوانان د دې هیواد راتلونکی دی او د دوی دنده او مسوولیت نه یوازې په احساساتو، بلکې د افغان ځوانانو په مستقیم او جدي اقدام پورې اړه لري.

 

د دې مسوولیت په درک کولو کې تر ټولو مهم ټکی د علم او پوهې ځواک دی. افغان ځوانان باید له احساسي شعارونو او موقتي کيسو تېر شي او په علمي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې خپله ژمنتیا څرګنده کړي. تعلیم یوازې د شخصي پرمختګ وسیله نه ده؛ بلکې د ټولنې لپاره د یوې ثابتې او پایښت لرونکې حل لارې بنیاد جوړوي. هغه هیوادونه چې جګړو او بحرانونو سره مخ شوي دي، یوازې د تعلیم له لارې وکولای شول ثبات ته ورسېږي. افغان ځوانان هم باید له دې لارې کار واخلي، خپلې علمي وړتیاوې لوړې کړي او د ټولنې لپاره مسؤل او اغېزناک مشران شي.

 

په عین وخت کې، افغان ځوانان باید په خپلمنځیو ستونزو کې د ویش په ځای یووالی او متقابل درناوی غوره کړي. قومي او سمتي ویش هغه زهرجن عناصر دي چې تل یې د افغانستان د ثبات مخه نیولې ده. ځوانان باید په دې برخه کې د ټولنې نورو برخو ته نمونه وګرځي او هغه دسیسې شنډې کړي چې د ویش او تاوتریخوالي له لارې د هیواد د پرمختګ مخه نیسي. دوی باید یو جدي دریځ ونیسي او د ملي یووالي په لاره کې فعاله رول ولوبوي.

 

درېیم مهم ټکی د ځوانانو فعاله مدني او سیاسي مشارکت دی. په هېواد کې بدلون د شعارونو او خالي ژمنو له لارې نه راځي؛ بلکې د عملي اقداماتو او په ځانګړې توګه، د نظامي او سیاسي مشارکت له لارې ترلاسه کېږي. افغان ځوانان باید له سیاسي پروسو سره د احساساتو پر ځای د یوې ژمنې او اصولي لارې په توګه ونښلول شي. د قانوني سیستمونو په چوکاټ کې کار کول او د دولت په جوړښتونو کې د اصلاحاتو هڅې کول، هغه لارې دي چې کولی شي يو دوامداره ثبات تضمین کړي.

 

په ټوله کې د ځوانانو علمي پرمختګ، ملي یووالی او مدني مشارکت هغه عناصر دي چې د افغانستان راتلونکی به ورباندې ولاړ وي او دا ټول د افغان ځوانانو په جدي او مدبرانه عمل پورې تړلي دي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه