سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان په هند ځوابي برید ،تراوسه څه پيښ شوي

د پاکستان په هند ځوابي برید ،تراوسه څه پيښ شوي

ویب ډیسک

رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله خبر خپور کړی چې، پاکستان د هند د بریدونو پر وړاندې ځوابي برید پیل کړی، چې دا مهال دوام لري.

 

همدا ډول د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د مې د ۱۰مې نېټې له سهار ۳:۱۵ بجو څخه تر غرمې ۱۲:۰۰ بجو پورې به د پاکستان فضایي حریم د هر ډول الوتنو لپاره تړلی وي.

 

څو شېبې وړاندې د پاکستان پوځ وویل چې د هند هوایي ځواکونو د هوا له لارې په پاکستان کې دننه د نور خان اډه، د پاکستان هوايي ځواکونو اډه او د دغه هېواد د ځواکونو اړوند مرید اډه په نښه کړې ده.

 

د پاکستان پوځ ویاند وایي چې په دغه بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

 

هند تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان له لوري د هند د برید پر وړاندې د ځوابي عملیاتو تر اعلان څو دقیقې وروسته، د هندي کشمیر د اادهمپور په ډیبر سیمه کې چاودنه شوې چې لا هم لوګي پورته کیږي.

 

د پاکستان پوځ وایي چې څو شېبې وړاندې د هند هوایي ځواکونو د هوا له لارې په پاکستان کې دننه د نور خان اډه، د پاکستان هوايي ځواکونو اډه او د دغه هېواد د ځواکونو اړوند مرید اډه په نښه کړې ده.

 

د پاکستان پوځ ویاند وایي چې په دغه بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

د پاکستان پیپلز ګوند غړې شیري رحمان، وایي چې پاکستان هند پوځي ستراتیژیک اهداف په نښه کړي دي.

 

سناتورې شیري رحمان وویل چې پاکستان نن شپه یوازې د هند پوځي هدفونه په نښه کړي.

 

هغې زیاته کړه: “نن شپه د هند له لوري یو ځل بیا بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې ملکي وګړي په نښه شول.”

د «ده هندو» ورځپانې د دغه هېواد د هوایي ډګرونو ادارې له قوله لیکلي، چې «۳۲ هوايي ډګرونو» ته په موقته توګه د تړل کیدو امر شوی. دغه هوايي‌ ډګرونه په شمالي او لوېدیځ هند کې دي، چې د پاکستان له بریدونو سره هم مهاله تړل کېږي او څرګنده نه ده چې کله به بېرته فعالیت پیلوي

د جي ۷ غړو هېوادونو امریکا، برېتانیا، کاناډا، فرانسه، جاپان، اېټالیا او جرمني له هند او پاکستان غوښتي چې سملاسي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اقدام وکړي.

 

د جي ۷غړو هېوادونو د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سملاسي کمولو غوښتنه وکړه او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل، چې د مخامخ خبرو اترو له لارې سوله ییز حل ته ورسیږي.

 

د اوو غړو هېوادونو ډلې پر هند او پاکستان غږ وکړ، چې له حده زیات زغم وښيي.

هندي رسنۍ “ټایمز اف انډیا” راپور ورکړی، چې د شنبې په سهار د پنجاب په پټانکوټ ولسوالۍ کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

 

د راپور له مخې، د چاودنو دا غږونه د سهار په پنځو بجو اورېدل شوي.

 

د جمعې په شپه په پټانکوټ کې بریښنا پرې شوې وه، او چارواکو له خلکو غوښتنه کړې وه، چې د خوندیتوب په موخه دې له خپلو کورونو څخه نه وځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه