ویب ډیسک
د پاکستان پوځ د هند پر وړاندې د «بنیان المرصوص» په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي.
دا عملیات وروسته له هغې پیلېږي، چې پاکستان ادعا وکړه، هند یې تېره شپه ناوخته په پنجاب او راولپېنډۍ کې ۳ پوځي اډې په نښه کړې.
پاکستان ادعا کوي، چې د هند بریدونو کې نظامي اډو ته زیان نه دی رسېدلی خو ځينې توغندي یې له دفاعي سیستم تېر شوي چې د دغو نظامي اډو شاوخوا کې لګېدلي دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان په عملیاتو کې د هند برهموس، پټهانکوټ او او دهامپور پوځي اډې په نښه شوې دي.
د هند چارواکو ویلي، چې پر پوځي اډو یې د پاکستان توغندیز بریدونه شنډ کړي دي، خو په یو شمېر کنټرول کرښې ته نږدې په یو شمېر سیمو کې ملکي خلک په نښه شوي دي.
د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ دا جګړه له تېرو درې ورځو راهیسې په تېرو درې لسیزو کې سخت پړاو ته رسېدلې ده.
تراوسه په رسمي ډول د دواړو لوریو په نښتو او توغندیزو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو کره جزییات نه دي ورکول شوي.


