سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان واکمن وايي،ټاپي پایپ‌لاین به د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات...

افغانستان واکمن وايي،ټاپي پایپ‌لاین به د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي.

ويب ډيسک

د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت وایي چې د ټاپي پایپ‌لاین به د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي هرات ته د نللیکې له رسېدو وروسته به په دغه ښار کې د ګازو د وېش بهیر هم پیل شي.

د هغه په وینا، د پایپ‌لاین مسیر تر هرات پورې ۱۵۳ کیلومتره دی، چې له هغه څخه ۱۴ کیلومتره یې تر اوسه بشپړ شوی.

د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو پایپ‌لاین ټول اوږدوالی ۱٬۸۱۴ کیلومتره دی، او ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي. دا نللیکه به له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېره شي.

په افغانستان کې به د دغه پایپ لاین اوږدوالی ۸۱۶ کیلومتره وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه