ویب ډیسک
د افغانستان واکمن حکومت وايي، هند له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخولو غوښتونکی دی.
د افغانستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړياستازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د چارو لپاره د دغه هېواد عمومي مشر انند پرکاش دا موضوع تېره ورځ په کابل کېد طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د مطرح کړې ده.
د چارو ځینې پوهان دا لیده کاته مهم ګڼي، خو ټینګار کوي چې افغانستان باید له پاکستان سره د اړیکو په انډول ساتلو له هند سره خپلې اړیکې پراخې کړي.


