ویب ډیسک
د همالیا- هندوکش غرونو په لړۍ کې د واورې اورښت په تیرو ۲۳ کلونو کې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلی دی. دا وضعیت د نږدې دوه ملیارده خلکو لپاره چې د ګلیشیرونو د ویلې کېدو اوبو پورې تړلي دي، جدي ګواښ رامنځته کوي.
د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه، د غرونو د مدغم پراختیا نړیوال مرکز (ICIMOD) لخوا خپور شوی راپور خبرداری ورکوي چې د همالیا غرونو په لړۍ کې د واورې د ضایع کیدو دا رجحان د دریم پرله پسې کال لپاره دوام لري او په سیمه کې د اوبو امنیت له خطر سره مخ کوي.
د همالیا-هندوکش غرونو لړۍ له افغانستان څخه تر میانمار پورې غځېدلې ده، پداسې حال کې چې د آرکټیک او انټارکټیک براعظمونو وروسته د یخ او ګلیشیرونو ترټولو لویې زیرمې پدې سیمه کې دي.
دا زیرمې د نږدې دوه ملیارده خلکو لپاره د تازه اوبو یوه لویه سرچینه ده، پداسې حال کې چې په ورته زیرمو د کرنې، کورني کارونې او نورو اړتیاوو لپاره هم تکیه کیږي.
د وچکالۍ په څېر زیات شوي خطرونه
د ICIMOD د دې وروستي راپور له مخې، په سیمه کې د موسمي واورې پوښښ (په ځمکه د واورې موده) د نورمال څخه ۲۳.۶٪ ټیټه ده، چې په تیرو ۲۳ کلونو کې ترټولو ټیټه کچه ده.
د راپور مشر لیکوال شیر محمد وویل، “سږ کال واوره د جنوري په وروستیو کې پیل شوه او د ژمي په اوږدو کې له اوسط څخه ټیټه وه.” هغه وویل چې د دې کمښت له امله د سیندونو د جریان احتمالي کمښت، د ځمکې لاندې اوبو باندې د تکیې زیاتوالي او د وچکالۍ په څیر خطرونه زیات شوي دي.
د سیمې څو هیوادونو لا دمخه د وچکالۍ خبرداری ورکړی دی، پداسې حال کې چې د فصلونو حاصلات او د اوبو شتون هم له خطر سره مخ دی. دا وضعیت د هغو خلکو لپاره نور هم پیچلی دی چې د اوږدې، شدیدې او تکراري تودوخې څپو سره مبارزه کوي.
د بیړنیو اقداماتو او اوږدمهاله پالیسیو اړتیا
پاکستان، افغانستان، بنګله دېش، بوتان، چین، هند، میانمار او نیپال د غرونو د مدغم پراختیا د نړیوال مرکز غړي هیوادونه دي.
د حکومتونو ترمنځ دې ادارې له هغو هېوادونو څخه چې د سیمې د ۱۲ لویو سیندونو حوزو پورې تړلي دي، وغوښتل چې د اوبو مدیریت، د وچکالۍ چمتووالی، د مخکې له مخکې خبرتیا سیسټمونه ښه کړي او سیمه ییزه همکاري زیاته کړي.
راپور په ځانګړې توګه په ګوته کوي چې میکانګ او سالوین، د جنوب ختیځې آسیا دوه تر ټولو اوږد سیندونه، چې چین او میانمار ته اوبه رسوي، د خپلو یخونو نږدې نیمایي برخه له لاسه ورکړې ده.
د ICIMOD عمومي رییس پیما ګیاماتسو د اوږدمهاله حل لارو لپاره د پالیسۍ بدلونونو غوښتنه کړې ده. هغه وويل: “د کاربن اخراج د هندوکش په سلسله کې د بې ساري یخ له لاسه ورکولو لاره نه بدلیدونکې کړې ده.” هغه د چاپیریال ساتنې او دوامداره پرمختګ لپاره د بیړنیو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د نړیوال هوا پېژندنې سازمان په وینا، آسیا هغه سیمه ده چې د اقلیم پورې اړوند ناورینونو څخه تر ټولو ډیره اغیزمنه شوې ده.
دې سازمان تېره میاشت یو راپور خپور کړ، چې له مخې یې په تیرو شپږو کلونو کې پنځه هغه کلونه وو چې په کې د ګلیشیرونو تر ټولو چټک کمښت لیدل شوی و.
دا وضعیت د دې سیمې د چاپیریال ثبات او بشري ژوند لپاره د مخ په زیاتیدونکو ستونزو څرګندونه کوي.


