افغان سوداګر وايي،ایران په بندر عباس کې د چادونو او اورلګېدنو پرمهال هلته د دوی زرګونه کانټینره موجود وو

0
170

ویب ډیسک

ځینې افغان سوداګر وايي، د ایران په بندر عباس کې د شنبې‌ ورځې چادونو او اورلګېدنو پرمهال هلته د دوی زرګونه کانټینره سوداګریز توکي موجود وو.‌

بندر عباس د ایران د هرمزګان ولایت مرکز دی او دا چاودنې دغه ښار په شهید رجايي بندر کې شوې دي.

په افغانستان کې د واکمن حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، تر اوسه پر دې نه پوهېږي چې په دغو چاودنو او اورلګېدنه کې د افغان سوداګرو توکو ته زیان اوښتی یا نه.

تر اوسه په شهید رجايي بندر کې د شنبې‌ ورځې چاودنو او اورلګېدنې له کبله د اوښتو مالي زیانونو دقیق معلومات نشته.

دې افغان سوداګر اندېښمن کړي چې ښايي‌ د دوی سوداګریزو توکو ته هم زیان اوښتی وي.‌

په نیمروز کې افغان سوداګر حاجي عبیدالله نورزي تایید کړه چې افغان سوداګر په بندر عباس کې د خپلو سوداګریزو توکو په اړه ډېر اندېښمن دي.

په افغانستان کې د واکمن حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وویل، دوی هڅه کوي چې افغان سوداګرو ته د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي.