یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د ترهګرۍ په پیښو کې د هند...

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د ترهګرۍ په پیښو کې د هند د لاس لرلو قطعي شواهد لرو

ویب ډیسک

 

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء تارړ ویلي دي چې هند ترهګرۍ ته مالي ملاتړ ورکوي او د ترهګرۍ په پیښو کې د هند د لاس لرلو قطعي ثبوتونه شتون لري.

عطاء تارړ په اسلام آباد کې د بهرنيو رسنیو سره د پیلګام پېښې په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې پاکستان د ترهګرۍ تر ټولو زیات زیانمن شوی هېواد دی، او د ترهګرۍ پر ضد پاکستان 90 زره وګړي قربان کړي دي. هغه وویل پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په لومړي قطار کې دی.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري، او د بلوچستان د جعفر ایکسپریس پېښه یوه فوق العاده پېښه وه چې په کې بې ګنا وګړي یرغمل شوي وو. هغه د دې پېښې پر اړه وویل هند ترهګرۍ ته ملاتړ ورکوي او له دې پېښې یې د بیزارۍ څرګندونه نه ده کړې.

عطاء تارړ همدارنګه وویل چې په پاکستان کي د کلبھوشن یادیو د ترهګرۍ او جاسوسۍ فعالیتونه تاییدوي چې هند په دې ډول فعالیتونو کې ککړ دی. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې پرمخ روان دی او هند ته یې وړاندیز کړی چې د پیلګام پېښې خپلواکې څېړنې وکړي، ځکه چې پاکستان خپله پاکه لاره لري.

وزیر وویل چې هند د ترهګرۍ ملاتړ کوي او پاکستان د خپلې دفاع لپاره تیار دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه