ویب ډیسک
اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون( پي بي ایف ) د مسوولینو په حواله راپور ورکړی، چې هند به د پاکستان له خاورې د ټرانزیټي محدودیتونو له امله افغانستان سره په سوداګرۍ کې شاوخوا ۱.۱۴مېلیارده ډالر مالي زیان وویني.
د یاد فدراسیون مسوولین وایي، هند هر کال شاوخوا ۶۴۰ مېلیونه ډالر مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي.
اوس دغه سوداګریز بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی او د هند لپاره د پام وړ مالي زیانونه رامنځته کولای شي.
غه ستونزه وروسته له هغې راپورته کېږي، چې په هندي کشمیر کې د وروستي خونړي برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او پر یو بل فشارونو زور اخیستی دی.


