ویب ډیسک
په افغانستان کې د ط.البانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د یکشنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړ.
ضیا احمد تکل د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې یلد پلاوی به له قطري چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
تر دې مخکې د روان کال د وري میاشتې په ۲۸ مه نېټه، متقي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز ال الخلیفي په ټیلیفون خبرې کړې وې.
په دغه خبرو کې د ډېپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا او په نږدې راتلونکي کې قطر ته د امیر خان متقي د سفر په اړه خبرې شوې وې.
بلخوا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، چې د ط.البانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته یې د دوحې سفر لپاره د سفر بندیز معافیت تایید کړی دی.
امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه معافیت د اپرېل له ۲۷مې د راتلونکې مې میاشتې تر څلورمې نېټې د اعتبار وړ دی.


