لیکنه :غلام حضرت احساس
د تاریخ په اوږدو کې انقلابونه په ټولنو کې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو د راوستلو مهم عامل او فکتور ګڼل کېږي.
انقلاب هغه حالت ته ویل کېږي چې خلک د زورواکۍ، استبداد، بې عدالتۍ او وروسته والي پر وړاندې د بدلون لپاره راپاڅېږي. د افغانستان د معاصر تاریخ له سترو بدلونو څخه هم د ۱۳۵۷ کال د ثور انقلاب و چې د هیواد د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي نظام د بدلون بنسټ یې کښېښود.
دا ستر تاریخي بدلون د هیواد د حاکم رژیم د ظلم، استبداد، بیوزلۍ، د سلطنتي انحصار، قومي تبعیض او ټولنیزو بې عدالتیو له امله رامنځته شو. د سردار محمد داود خان واکمني چې د شاهی کورنۍ پر وړاندې د کودتا د لارې واک ته رسېدلې و ، د واک تندې، سیاسي انحصار، د خلکو د مدني حقونو تر پښو لاندې کول او د سیاسي مخالفینو ځپل یې د خلکو د ناخوښیو کچه لوړه کړه. دا ټول هغه علتونه وو چې د یو ستر تحول اړتیا یې زېږولې وه.
په همدې تاریخي شرایطو کې د خلق دموکراتیک ګوند چې د هیواد د ملي، مترقي او دموکراتو قشرونو استازیتوب یې کاوه د شهید ولسمشر حفیظ الله امین تر نوښت او قوماندې د هیواد یو شمېر زړورو او وطنپالو افسرانو د وسلهوال پاڅون د لارې د ثور انقلاب مشري وکړه. دا انقلاب د هیواد د بیوزلو او خواریکښو وګړو ، ځوانانو، منورو قشرونو او د بدلون غوښتونکو قوتونو د اوږدې مودې هیلو او ارمانونو څرګندونه وه.
د ثور انقلاب د بریالیتوب سره یو لړ بنسټیز اصلاحات هم پیل شول لکه د بیسوادۍ د محوه کولو ملي پروګرامونه، د سود او سلم ممانعت، د جبري ودونو مخنیوی، د فیوډالي او خان خاني ظالمانه سیستم له منځه وړل او بزګرانو ته د ځمکو ویش، د ښځو د حقونو خوندیتوب او نور پرمختیایي اقدامات ددې انقلاب لاسته راوړنې وې.
خو له بده مرغه د انقلاب د لومړیو ورځو ملي روحیه د بهرنيو لاسوهنو قرباني شوه. یو شمېر هیواد ته خاین عناصر چې د شوروي اتحاد له استخباراتي شبکو سره تړلي وو د هغه مهال نظام دننه په ورانکارو کارونو او د خلکو په زورونو یې پیل وکړ. شهید حفیظ الله امین چې د هیواد د ملي خپلواکۍ، د خلکو د حقونو او د خپلواک تصمیم نیولو کلک پلوی و ددې ناوړو مداخلو سره کلک او په ټینګه مخالف و . د هغه او نورمحمد تره کی ترمنځ ژور اختلافات هم له همدې امله رامنځته شول.
شهید حفیظ الله امین چې د هیواد د واقعي خپلواکۍ غوښتونکی و څو ځله د فزیکي له منځه وړلو دسیسو هدف وګرځېد. خو ژوند ورسره یاري وکړه له هر راز توطیو څخه به بچ شو . تر ټولو جدي تروریستي پیښه د نورمحمد تره کي دفتر دمخه د هغه د ساتونکو لخوا پده باندې وسلوال برید و ، چې دی ترې روغ پاتې شو او سید داوړ تړون پکې شهید شو . له همدې امله د شوروی د مزدورو جاسوسانو دا بل شوم پلان هم شنډ سو . د ګوند او دولت با صلاحیتو شوراګانو ناستې وکړې اړوندې پیښې یې په واقعبینانه توګه وڅیړلي او له مخې یې نورمحمد تره کی له واکه ګوښه او پر ځای یې حفیظ الله امین واک ته ورسید . شوریانو چې نور د حفیظ الله امین خپلواک سیاست نشو زغملای ، د ملک کورنیو چارو کې یې مداخلې د منلو نوې ، جاسوسان یې له واکه هم ګوښه او تر تعقیب لاندې راغلل ، نو هماغه وو چې د کال ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه نیټه یې زمونږ پر هیواد وسلوال یرغل وکړ ، ولسمشر حفیظ الله امین یې شهید ، واکمنۍ ېې ړنګه او خپل جاسوسان یې واک ته ورسول .
د شوروي یرغل نه یوازې د ثور د انقلاب ارمانونه له منځه یووړل، بلکې افغانستان یې د اوږدې جګړې، ویجاړۍ، کډوالۍ او ملي غمیزې کندې ته ورټېل واهه. د خلکو ملي قیامونه پیل شول خو وطن مو هم د خونړیو جګړو په ډګر بدل شو.
بناء د ثور انقلاب سره لدې چې د هیواد د بدلون لپاره یو رښتینی او ملي خوځښت و خپل اصلي مسیر یې هغه وخت دلاسه ورکړ او بشپړه ناکام شو چې شورویانو د خپلو پلورل شوو جاسوسانو پر مټ زمونږ پر خاورې وسلوال یرغل وکړ خو د ثور انقلاب قوماندان او ولسمشر حفیظ الله امین یې د هیواد د خپلواکۍ، سوکالۍ او عدالت په لار کې شهید او خپلواکه واکمنۍ یې ړنګه او خپل غلامان او جاسوسان ته واک ته ورسول . نن د ثور د انقلاب ۴۷ مه کلیزه ، د وطن د اتلو زمریانو ، سپیڅلو شهیدانو د ویاړ، اتلولۍ او قربانۍ د یاد تازه کولو ورځ ده.
د هیواد د خپلواکۍ د لارې اتلو او ویاړلو شهیدانو په سر کې د ستر او اتل شهید قوماندان او ولسمشر حفیظ الله امین روح دې ښاد ، یادونه او ویاړونه دې تلپاتې وي .


