سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله ځينې ژغورونکي...

ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله ځينې ژغورونکي خدمتونه ځنډوي

ویب ډیسک

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله ځينې ژغورونکي خدمتونه ځنډوي.

که څه هم یادې کمېټې ویلي، چې افغانستان کې میلیونونه کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د خوړو نه خوندیتوب او ناروغیو سره مخ دي، خو وايي د امریکا مرستو تړل کېدو سره نه شي کولای خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یادې کمېټې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان څه کم ۲۳ میلیونه وګړي له سخت بشري ناورین سره مخ دي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هېواد کې د مرسته کوونکو بنسټونو ژغورونکي خدمتونه داسې مهال ځنډول کېږي، چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا مرستو بندېدو سره په هېواد کې د ۲۰۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر هم ورکړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، که نړیواله ټولنه د افغانستان له روغتیايي سکټور سره مرسته ونه کړي، ۸۰ سلنه هغه روغتیايي مرکزونه به وتړل شي، چې دوی یې کنټرولوي.

طالبانو په داسې حال کې د هېواد د روغتیايي او اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره کومه تګلاره نه ده وړاندې کړې، چې هره ورځ له پاکستان او ایران سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هم افغانستان ته ستنول کېږي.
# #Afghanistan #UN #IRC

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه