سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شریف ،له «افغان وروڼو» سره ښې اړیکې غواړي، خو که وګواښل...

شهباز شریف ،له «افغان وروڼو» سره ښې اړیکې غواړي، خو که وګواښل شي، دا اړیکې ناممکنه دي

ویب ډیسک

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خیبرپښتونخوا په کاکل سیمه کې یوې نظامي غونډې ته وینا کې ویلي، چې له «افغان وروڼو» سره ښې اړیکې غواړي، خو که وګواښل شي، دا اړیکې ناممکنه دي.

 

شریف دا څرګندونې د ټي ټي پي په ګډون نورو ترهګریزو ډلو ته په اشارې کړې دي، چې ادعا کوي طالبانو پټنځایونه ورکړي او دغلته روزل کېږي.

 

شهباز شریف زیاته کړې ده د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ دوام ته اندېښمن دی، خو بیا هم طالبانو سره د ښو اړیکو هیله لري.

 

هغه ادعا کړې ده چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ۶۰۰ میلیارده ډالره زیان لیدلی دی.

 

د پاکستان او طالبانو لوړپوړي پلاوي په وروستیو اوونیو کې کابل او اسلام آباد ته ولاړل، چې د امنیتي اندېښنو سربېره یې پر سوداګرۍ، کډوالو او نورو سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.

 

طالبانو هم له دې وړاندې هیله څرګنده کړې ده چې له پاکستان سره د یوه «دوست» ګاونډي په توګه متقابلې اړیکې غواړي.

 

طالبانو بیا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

 

د چارو کارپوهان وايي، چې پاکستان پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت سره پر یادې ډلې د پراخ نفوذ لرلو له امله محاسبه کړې وه، خو ظاهراً یې تګلارې د پاکستان په خوښه نه دي.

 

کارپوهان وايي، دا چې پاکستان د خپلو اوږدمهال موخو لپاره طالبان له لاسه ورنه کړي، هڅه کوي له یادې ډلې سره ترینګلی وضعیت بېرته نارمل کړي او د اړیکو جوړولو لپاره انعطاف وښيي.

# #Afghanistan #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه