ویب ډیسک
د امریکا کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې موقت اقامت لرونکو افغانانو ته یوه اونۍ وخت ورکړی، چې دا هېواد ترک کړي.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، یاد هېواد له هغو موقت اقامت لرونکو افغانانو چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته تللي، غوښتي چې په ۷ ورځو کې ووځي، که نه په جبري توګه به وایستل شي.
د راپورونو له مخې دغه خبرداری موقت اقامت لرونکو افغانانو ته د ایمیل له لارې استول شوی دی.
تراوسه په رسمي ډول د یادو افغانانو د شمېر او بېرته ستنېدو د طرزالعمل په اړه څه نه دي ویل شوي.
له دې سره واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې د امریکا کورنیو چارو وزارت پر دغه خبرداري نیوکه کړې او د افغان کډوالو ایستل یې ناانساني او ناعادلانه بللي دي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د زرګونو افغانانو د پناه غوښتنې ځنډولې دي او د هغو ادارو د تړل کېدو امر یې کړی، چې دا پروسې څاري.
# #AfghanRefugees #US #AfghanEvac


