دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابلوف ویلي، د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې -...

کابلوف ویلي، د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې – افغانستان ستره غونډه هم جوړه شي

ویب ډیسک

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د کازان فورم په څنډه کې به د روسیې – افغانستان ستره غونډه هم جوړه شي.

 

د ضمیر کابلوف په خبره، دغه غونډه کې به روسي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال، الکسي اویرچوک په مشرۍ د اسلامي امارت له لوړپوړي پلاوي سره خبرې وکړي.

 

هغه روسیه کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د “طالبانو” د نوم ایستل د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په برخه کې د ستر خڼد لمنځه وړل بللي او زیاته کړې یې ده چې “دغه برخه کې نور ګامونه هم اړین دي خو اوس د جزییاتو لپاره وختي ده.”

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه