دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبنګله دیش،پاکستان باید د ۱۹۷۱ کال د ظلمونو او تیریدو له امله...

بنګله دیش،پاکستان باید د ۱۹۷۱ کال د ظلمونو او تیریدو له امله بخښنه وغواړي

ويب ډیسک

بنګله دیش له اسلام اباده وغوښتل چې د پاکستان پوځ باید د ۱۹۷۱ کال د ظلمونو او تیریدو له امله بخښنه وغواړي او د بنګله دیش تر خپلواکۍ مخکې چې د پاکستان په بهرنیو زیرمو کې د بنګله دیش څلوراعشاریه دوه پنځوس میلیارډه ډالر پیسې وې، بیرته ورکړي.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاسم الدین له خپلې پاکستانۍ سیالې امنه بلوچ سره د پنجشنبې( اپریل ۱۷ مه) په ورځ په ډاکه کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له پاکستان سره مو تاریخي ناحل شوي مسایل وڅیړل چې په هغو کې د ۱۹۷۱ کال د خپلواکۍ د جګړې په ترڅ کې د ترسره شویو تیریو رسمي بخښنه او په پاکستان کې د بنګله دیش د پاتې پیسو د ورسپارلو مسایل شامل دي.

جاسم الدین زیاته کړه چې پاکستاني پلاوي دوی ته ډاډ ورکړی خو نوموړي څرګنده کړه چې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره د دغو موضوعاتو هواریدل ضروري دي.

بنګله دیش همداراز پاکستان ته د هغو درې لکه څلرویشت زره پاکستانیانو د بیرته ستنولو موضوع یاده کړه چې د بیهاریانو په نوم مشهوره دي او د بنګله دیش تر خپلواکۍ وروسته د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

د بنګله دیش د اټکل له مخې له پاکستان څخه د خپلواکۍ د اخیستو په نهه میاشتنۍ جګړې کې نژدې درې میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه