ويب ډيسک
د امریکا پوځ ویلي دي چې د دوی هوایي بریدونو په یمن کې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی. په دغو بریدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړ ترڅو د ایران ملاتړیو حوثيانو لپاره د تیلو اکمالات بند کړي او دوی له عاید څخه محروم کړي.
سینټکام په یوه بیان کې وویل، د دې بریدونو هدف د حوثیانو د ځواک اقتصادي سرچینې کمزورې کول وو.


