دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا، هېواد کې موقت اقامت لرونکو افغانانو ته یوه اونۍ وخت ورکړی،...

امریکا، هېواد کې موقت اقامت لرونکو افغانانو ته یوه اونۍ وخت ورکړی، چې هېواد پريږدي

ویب ډیسک

د امریکا کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې موقت اقامت لرونکو افغانانو ته یوه اونۍ وخت ورکړی، چې دا هېواد ترک کړي.

 

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، یاد هېواد له هغو موقت اقامت لرونکو افغانانو چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته تللي، غوښتي چې په ۷ ورځو کې ووځي، که نه په جبري توګه به وایستل شي.

 

د راپورونو له مخې دغه خبرداری موقت اقامت لرونکو افغانانو ته د ایمیل له لارې استول شوی دی.

 

تراوسه په رسمي ډول د یادو افغانانو د شمېر او بېرته ستنېدو د طرزالعمل په اړه څه نه دي ویل شوي.

 

له دې سره واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې د امریکا کورنیو چارو وزارت پر دغه خبرداري نیوکه کړې او د افغان کډوالو ایستل یې ناانساني او ناعادلانه بللي دي.

 

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د زرګونو افغانانو د پناه غوښتنې ځنډولې دي او د هغو ادارو د تړل کېدو امر یې کړی، چې دا پروسې څاري.

# #AfghanRefugees #US #AfghanEvac

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه