ویب ډیسک
د جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د کوچني اختر په مناسبت یوه پيغام کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او دا یې د باثباته افغانستان ضامن بللی دی.
ښاغلی صالح وايي، د طالبانو واکمني هېڅ مشروعیت او ولسي ملاتړ نه لري او له همدې امله دغه ډله نه شي توانېدلای چې ثبات او سوکالي راولي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبان په تېرو نږدې څلورو کالو کې د واک په انحصار کې دي او هېڅ کورنی او بهرنی مشروعیت یې نه دی ترلاسه کړی.
امرالله صالح وايي، طالبان په خپل منځي کړکېچونو کې سخت راګېر شوي او دا بحران د یادې ډلې په منځ کې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او ریښې کوي.
نوموړي پر ټولو افغانانو د ملي یووالی غږ کړی او ټینګار یې کړی، چې له طالبانو وروسته باید پر یوه نوي او پرمخللي افغانستان ایمان ولري، څو د هېواد وقار ساتلو لپاره ګډ کار وکړي.
# #Afghanistan #Kabul #Eid2025


