دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزي وايي،د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار...

حامد کرزي وايي،د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د هېواد د پرمختګ مخ کې لوی خنډ دی.

ويب ډيسک

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې په ټینګار سره ویلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د هېواد د پرمختګ مخ کې لوی خنډ دی.

 

پخواني ولسمشر پر طالبانو غږ کړی، چې که غواړي، خپلواک، باعزته او مترقي افغانستان ولرو، د نجونو زده کړو او ښځو کار ته دې اجازه ورکړي.

 

ښاغلی کرزی داسې مهال د افغانستان ثبات د نجونو زده کړو او ښځو کار سره تړلی بولي، چې طالبانو له تېرو څه کم څلورو کالو راهیسې افغانې نجونې له زده کړو او ښځې له کار منع کړې دي.

 

حامد کرزي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی او ټینګار یې کړی، چې د یوه ملت په توګه افغانان وجیبه لري، څو د پوره یووالي، ورورولۍ او هېواد د باثباته کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.

# #Afghanistan #Kabul #Eid2025

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه