پښتو جرنل
پاکستان کې د اختر میاشت نه ده لیدل شوې خو د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په خپل فیس بوک پاڼه لیکلي چې ټولو مسلمانانو ته، په خصوصي توګه د پښتونخوا او بلوچستان مظلومو مسلمانانو ته د زړه له تله د وړوکي اختر مبارکي وایم.!
هغه زیاته وي مونږ د روژې مبارکې میاشت د ټول امت مسلمه سره یوځاے روژه نیولې وه، او اوس به د اختر خوشحالي هم د خپلو مسلمانو وروڼو او خوېندو سره یوځاے لمانځو. د شوال میاشت سپوږمۍ ښکاره شوې، دا بختوره ورځ دې ټولو مسلمانانو ته او بلخصوص مظلومو قامونو ته د خوښۍ، برکتونو او رحمتونو زېري راوړي.
الله تعالی دې زمونږ روژې، عبادات او دعاګانې قبول کړي او ټول امت مسلمه ته دې امن، سوکالي او بریا ور په برخه کړي.


