ویب ډیسک
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، روسیه په مشروط ډول اوکراین کې د امریکا له لوري د وړاندیز شوي اوربند ملاتړ کوي.
که څه هم د ولادیمیر پوتین شرایط په بشپړ ډول روښانه نه دي، خو ویلي یې دي چې ځینې وضاحتونه او شرایط چې ځواب ته اړتیا لري، ممکن د جګړې ژر پای ته رسېدو امکان کم کړي.
له دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو، چې اوکراین لنډمهالی اوربند منلی خو وبه ګوري چې روسیه څه پرېکړه کوي. ولسمشر ټرمپ هم ګواښ کړی و، که روسیه په شا شي، بندیزونه به پرې ولګوي.
د روسیې ولسمشر د اوربند ملاتړ کړی، خو وايي له اوکراین سره باید د جګړې پای ته رسولو او دوامداره اوربند لپاره د جګړې اساسي علتونه ختم کړل شي.
له دې وړاندې روسیې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره په ناټو کې د دغه هېواد له غړیتوب سره مخالفت، د کریمیا او یو شمېر نورو نیول شویو سیمو روسیې ته پرېښودل او ځینې نور مهم شرطونه ایښي دي.
که څه هم د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره امریکا له روسیې سره مستقیم مذاکرات کوي، خو ولادیمیر زیلینسکي د اوربند منلو سربېره ویلي، چې د اوکراین لپاره تلپاتې او عادلانه سوله غواړي.
# #World #Russia #Ukrian #US


