دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجنوبي وزيرستان اعظم ورسک په جومات کې د جمعې لمانځه په وخت...

جنوبي وزيرستان اعظم ورسک په جومات کې د جمعې لمانځه په وخت چاودنه شوې

ویب ډیسک

د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې په‌کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند د سیمه‌ییز مشر مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

 

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دې چاودنه کې د جمعیت علمای پاکستان ګوند د ځايي مشر مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

 

د سرچینو د معلوماتو له ‌مخې، د پېښې ټپیان د جنوبي وزیرستان د واڼه سیمې روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي حالت په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

 

امنیتي کسان سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه