دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍډونلډ ټرمپ اعلان کړى، چې ګوانټانامو خليج ته ٣٠زره غیرقانوني کډوال لېږدوي.

ډونلډ ټرمپ اعلان کړى، چې ګوانټانامو خليج ته ٣٠زره غیرقانوني کډوال لېږدوي.

ويب ډيسک

 

د رويټرز د راپور پر بنسټ، هغه چهارشنبه( سلواغه، ١٠مه) وویل، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو کورني امنيت وزارت د نېول شويو غیرقانوني کډوالو لپاره د يوه مرکز د جوړولو امر کړى دى.

 

هغه په سپينه ماڼۍ کې وويل:«نن به زه يو اجرائيوي فرمان لاسليك کړم، څو د دفاع او کورني امنیت وزارتونو ته د امر وکړم ترڅو په ګوانتانامو خليج کې د ٣٠زرو کډوالو لپاره د تاسيسأتو جوړولو کار پيل کړي.»

 

د امريكا ولسمشر وايي، چې دغه تاسیسات به «تر ټولو بدو پرديو جنايتكارانو» د نېولو لپاره وکارول شي چې د متحده ایالاتو خلک ګواښي. ټرمپ وویل، «ټاکل شوې ده موږ به دوى ګوانټانامو ته واستوو، سمه ده.»

 

د راپور له مخې، د دې څرګندونو وروسته، ښاغلي ټرمپ سمدلاسه یو یاداښت لاسلیک کړ چې د کډوالو شمیر یې نه و یاد کړی؛ خو په پراخ شوي مرکز کې یې د «اضافي بندځاى د فضا» غوښتنه پکې شوې وه.

 

د یادونې وړ ده چې د ګوانټانامو خليج کې اوس مهال د امریکا د امنیت زندان موقعيت لري چې د بهرنیو مظنونو ترهګرو کسانو لپاره کارول کیږي او دغه راز د امریکا سمندري اډه هم په ياد خليج کې شتون لري.

 

په عین حال کې، د ټرمپ لخوا ټاکل شوي سرحدي قوماندان، ټام هومان، د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې حکومت به هلته موجود تاسیسات پراخ کړي او د کډوالۍ او ګمرکي تطبیق ادارې لخوا به اداره کړي.

 

ټام هومان خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دا مرکز به د «له بدو څخه تر ټولو بدو کسانو» لپاره وکارول شي.

 

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د دې تاسیساتو جوړولو لپاره څومره پیسو ته اړتیا ده، وویل چې د امریکا حکومت په کانګرېس کې د جوړجاړي او تخصیصونو سره په دې کار کوي.

 

د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا تاسیس شو. د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش دا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د نېول شویو مظنونينو بهرنیو وسله والو د ساتلو لپاره کارولی و. اوس مهال په دې زندان کې ۱۵ بندیان پاتې دي.

 

په متحده ایالاتو کې د ټرمپ څخه مخکې دوو ولسمشرانو، بارک اوباما او جو بایډن، د ګوانټانامو زندان د تړلو هڅه وکړه او یوازې وتوانېدل چې د بندیانو نفوس کم کړي؛ خو ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې ياد زندان به پرانیستی وساتي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه