یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ایران یوه چارواکي ویلي، چې ایران ته د پولو له لارې...

د ایران یوه چارواکي ویلي، چې ایران ته د پولو له لارې د بې اسناده کډوالو ننوتل صفر ته راټیټ شوي دي.

ويب ډيسک

 

د ایران یوه چارواکي ویلي، چې ایران ته د پولو له لارې د بې اسناده کډوالو ننوتل صفر ته راټیټ شوي دي.

 

د ایران د انتظامي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادانپرون یکشنبه ویلي، پر پولو به د بې اسناده کډوالو د داخلېدو د مخنيوي لپاره ټول امکانات وکارول شي.

 

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي رادان په یوه کنفرانس کې ویلي، د ایران له پولو د بې اسناده کډوالو د مخنیوي لپاره پرمختللي امکانات کارول شوي دي.

 

تر دې مخکې د ایران چارواکو اعلان کړی و، چې له افغانستان سره پر ۳۰۰ کیلومتره پوله د خنډ جوړولو کار پیل شوی او تر اوسه پر ۷۵ کیلومتره پوله دغه خنډونه جوړ شوي دي.

 

ایراني چارواکو په زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو، چې له افغانستان سره پر پوله د موانع جوړولو کارونه به په درېیو کلونو کې بشپړ شي او دا کار له افغانستان سره په تفاهم کېږي.

 

ایران په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.

 

ایراني چارواکو ټینګار کړی چې غواړي څه باندې دوه ملیونه افغان کډوال د روان لمریز کال تر پایه له ایران څخه وباسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه