یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان لا هم د نړۍ د لوږې له ناورین ځپلو سیمو دی.

افغانستان لا هم د نړۍ د لوږې له ناورین ځپلو سیمو دی.

ويب ډيسک

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې افغانستان لا هم د نړۍ د لوږې له ناورین ځپلو سیمو دی.

 

یاد پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، سږ کال له ۵۰۰ زرو زیات ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

 

خبرپاڼې زیاته کړې د طالبانو سخت محدودیتونه، اقلیمي شرایط، بې روزګاري او اقتصادي ستونزو په دغه هیواد کې خوړو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

 

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، لوېدیځ هېوادونه اوس په افغانستان کې له نورو ډېرې مرستې کوي او دغه هېوادونه د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي.

 

تر دې وړاندې د ملګروملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي و، د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او هغوی سره د مرستې لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه