یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسږ کال افغانستان له لارې د روسیې د ګازو د لیږد تړون...

سږ کال افغانستان له لارې د روسیې د ګازو د لیږد تړون وروستی کیږي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان له لارې سویلي آسیا ته د روسیې د ګازو د لیږد په اړه د وروستي تړون لپاره فرصتونه رامینځته شوي دي.

د دغه وزارت د طالبانو ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل چې دا پرېکړه روسیې ته د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د سفر په ترڅ کې وشوه.

هغه وویل چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې روسیې ته د نورالدین عزیزي د سفر پر مهال سویلي آسیا او سیمه ایزو بازارونو ته د ګازو د لیږدولو مسله د هغه هیواد له چارواکو سره بحث شوې وه

روسي رسنیو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې افغانستان او روسیې جنوبي آسیا ته د ګازو د لیږد په اړه یوې هوکړې ته رسیدلي دي، او ټاکل شوې ده چې دا تړون په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د کازان په سرمشریزه کې وروستۍ شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه