دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره یو افغان وګړی ګومارلی و.

ایران د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره یو افغان وګړی ګومارلی و.

د امریکا عدلیې وزارت وايي چې ایران د یاد هېواد ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د ډونالډ ټرمپ د وژلو لپاره یو افغان وګړی ګومارلی و.

دغه وزارت جمعه، نومبر اتمه ویلي چې یاد کس د ایران د سپاه‌پاسداران یوه مامور له لوري د ټرمپ ترور لپاره روزل شوی و.

پولیس هغه مهال د ټرمپ د ترور له پلان څخه خبر شول چې د فرهاد شاکري په نوم له یوه افغان څخه یې، پوښتنې‌ګروېږنې کولې. نوموړی له بندي‌‌کېدو وروسته د غلا په تور له امریکا اېستل شوی و.

د منهاټن فدرال محکمې د جنايي قضیې پر بنسټ، فرهاد شاکري څارنوالانو ته ویلي، د ایران د سپاه‌پاسداران یوه مامور سپټمبر میاشت کې نوموړي ته روزنه ورکړې وه چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ټرمپ د ترور پلان جوړ او پلی کړي.

ایران تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې، د ټرمپ وژنې په تړاو شوې، ادعاوې رد کړي دي.

له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ټرمپ د وژنې په تور ایران پورې اړوند یو پاکستانی وګړی هم نیولی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه