دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍراپورونه وایي، د بریتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان سفارت تړي.

راپورونه وایي، د بریتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان سفارت تړي.

ويب ډيسک

یو شمېر کورنیو رسنیو ویلي، د جمعې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان له سفیر زلمي رسول غوښتل شوي، چې د سپټمبر په ۲۷مه دې د افغانستان د سفارت دروازه وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له یاد سفارت نه څه موده مخکې غوښتي وو چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړي، خو دوی دا کار و نه کړ چې له امله یې د طالبانو له خوا د دغه سفارت قونسلي خدمات باطل اعلان شول .

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، د سفارت چارې به د طالبانو استازو ته نه سپارل کیږي بلکې دوی به د سفارت دروازی تړلی وساتي .دغه وزارت د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته ۹۰ ورځې وخت ورکړی چې له بریتانیا ووځي او یا هم په دغه هېواد کې پاتې شي. دا دویم افغان سفارت دی چې په لویدیځو هیوادونو کې تړل کېږي. تر دې مخکې امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړلی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه