دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا وايي :د افغان الوتکو د برخلیک په هکله هر ډول معامله...

ا،ا وايي :د افغان الوتکو د برخلیک په هکله هر ډول معامله د منلو وړ نه ده

ويب ډيسک

د طالبانو د دفاع وزارت په ازبکستان کې د افغانستان د پخواني پوځ د الوتکو او چورلکو د پاتې کېدو په هکله له تاشکند سره د واشنګټن د هوکړې په غبرګون کې وايي چې دا تړون د دغې ډلې لپاره د منلو وړ نه دی.

دغه وزارت سې‌شنبه د وږي پر ۶مه په اېکس‌پاڼه کې په یوې خپره کړې بیانیه کې لیکلي چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د «ضبطولو» حق نه لري.

په دې بیانیه کې راغلي: «په ازبکستان کې د افغانستان چورلکو او الوتکو د برخلیک په هکله هر ډول معامله د منلو وړ نه ده. تاشکند دې د ښه ګاونډيتوب په نظر کې نيولو سره د افغانستان هوايي ځواک ته د الوتکو د سپارلو په برخه کې همکاري وکړي.»

طالبانو د ازبکستان له حکومته غوښتي چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې ډډه وکړي.

تر دې مخکې په ازبکستان کې د امریکا سفیر جانټن هنیک ویلي و چې دواړه هېوادونه د پخواني افغان پوځ د الوتکو د برخلیک په هکله هوکړې ته رسېدلي او دا پوځي تجهیزات به په تاشکند کې پاتې شي.

د هینک په وینا، دا الوتکې په افغانستان پورې نه، بلکې په امریکا پورې اړه لري.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د هېواد د پخواني پوځ پیلوټان ​​له ۴۶ پوځي الوتکو سره ازبکستان ته لاړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه