سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا له افغانستانه ازبکستان ته ۴۶ پوځي وړل شوې چورلکي ازبکستان ته...

امریکا له افغانستانه ازبکستان ته ۴۶ پوځي وړل شوې چورلکي ازبکستان ته سپاري

ويب ډيسک

ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک ویلي، د یوې هوکړې له مخې له افغانستانه ازبکستان ته ۴۶ پوځي وړل شوې چورلکي ازبکستان ته سپاري.

دغه الوتکې د ۲۰۲۱ کال اګسټ په ۱۵مه نېټه د افغان پیلوټانو له لوري ازبکستان ته وړل شوې وې.

د بي بي سي پښتو راپور له مخې، د ازبکستان او امریکا چارواکو د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان پوځ له خوا ازبکستان ته سپارل شوې وې.

سرچېنې لیکلي چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي او او دا تړون رسمي شوی دی.

د دغه دیپلومات په وینا امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام په پلي کولو بوخت دي خو تر دې ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ازبکستان او تاجکستانه غوښتي وو، چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته ستنې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه