ويب ډيسک
د طالبانو د دفاع وزارت په ازبکستان کې د افغانستان د پخواني پوځ د الوتکو او چورلکو د پاتې کېدو په هکله له تاشکند سره د واشنګټن د هوکړې په غبرګون کې وايي چې دا تړون د دغې ډلې لپاره د منلو وړ نه دی.
دغه وزارت سېشنبه د وږي پر ۶مه په اېکسپاڼه کې په یوې خپره کړې بیانیه کې لیکلي چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د «ضبطولو» حق نه لري.
په دې بیانیه کې راغلي: «په ازبکستان کې د افغانستان چورلکو او الوتکو د برخلیک په هکله هر ډول معامله د منلو وړ نه ده. تاشکند دې د ښه ګاونډيتوب په نظر کې نيولو سره د افغانستان هوايي ځواک ته د الوتکو د سپارلو په برخه کې همکاري وکړي.»
طالبانو د ازبکستان له حکومته غوښتي چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې ډډه وکړي.
تر دې مخکې په ازبکستان کې د امریکا سفیر جانټن هنیک ویلي و چې دواړه هېوادونه د پخواني افغان پوځ د الوتکو د برخلیک په هکله هوکړې ته رسېدلي او دا پوځي تجهیزات به په تاشکند کې پاتې شي.
د هینک په وینا، دا الوتکې په افغانستان پورې نه، بلکې په امریکا پورې اړه لري.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د هېواد د پخواني پوځ پیلوټان له ۴۶ پوځي الوتکو سره ازبکستان ته لاړل.


