ويب ډيسک
د پاکستان پوځ وایي، د ترهګرۍ هغو پېښو ته جدي اندېښنه لري چې په وینا یې د افغانستان په خاوره کې پلان کېږي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره نن پنجشنبې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هغې غونډه کې چې پرون چهارشنبې په راولپنډۍ کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ جوړه شوې وه، وویل شول چې د پاکستان وسلهوال مخالفين په هېواد کې د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.
د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه د طالبانوحکومت تراوسه غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې مخکې یې په کراتو کراتو دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د بریدونو لپاره کار واخلي.


